مورنو ژبو نړيواله ورځ- شبيرخان دراني

(د مورنو ژبو نړيواله ورځ)
دوه څيزونه زما په نيز ډير د قدر وړ او قيمتي دي يو دين او دويمه ژبه
دين د پاکو احساساتو افکارو او اعمالو مجموعه ده او ژبه د دغه پاکو اعمالو او افکارو د تبليغ زريعه او بيا پښتون قام خو د هغه پاکې او سپيځلې ژبې وراثان دي کومه چې ټول په ټوله د مسلمانۍ ژبه ده
او هم دغه وجه ده چې پښتو په اسلامي ژبو کې هم يو ځانګړې مقام لري
دا وخت په مخ د زمکه اتۀ زره ژبې دي په دې اتۀ زره ژبو کې شپيتۀ هغه ژبې دي کومو چې د نړۍ نور خلک په دې مجبور کړي دي چې يا خو په دغه ژبه کې ليک لوست زده کړې او يا دومره مجبور دي چې د دغه ژبې تاريخ دود دستور کلتور او اقدار په خپله ژبه کې ژباړ کي مطلب په اتۀ زره کې شپيتۀ لکه د لمر ښکاره ژبې دي او بيا دغه شپيتو ژبو کې زمونږ د مورنۍ ژبې پښتو څلويښتم نمبر دي
دا څلويښتم نمبر ته په داسې خالاتو کې راغلې ده چې پښتون له د خپل اسل نسل په باره کې هم پوره اګاه نه وو د نن نه اتيا پنځۀ اتيا کلونه اګاهو چې پيرنګي د يو سازش لاندې پښتون د سامي ګروپ سره تړلې وو او دا سامي تړون خلکو دومره مدليل ګنړلو چې ستر مخقيق مورخ تاريخ دان او ژبپوهاند خدايې بخښلي قاضي عطاالله خان هم د (پښتنو تاريخ) هم په دا نظريه ليک کړې وو ولې کله چې ستر مخقيق دانشور او مورخ احمدعلي خان کهزاد (تاريخ افغانستان) په فارسې ژبه چاپ کړو او په دغه کتاب کې يې په ژبڅيړنيزو دا ثابته کړه چې پښتانۀ اسامي نا اريايان دي نو بيا روستو قاضي عطالله خان هم د احمدعلي کهزاد په خبره متفق شو او په خپل دويم جلد کې يې سره د مننې او تشکر دا خبره ليک کړه چې څۀ په تا ريخ افغانستان کې ليک دي هم دغه د پښتنو اسل نسل دې
هم په دغه زمانه چې خدايې بخښلې خدايي خدمتګار ښاغلې حسين کوثر غورياخيل چې په جيل بندي وو دوه کتابونه چاپ کړل (طوپان او ژب ويشنه) او د يوې نوې نظرې سره ميدان ته راغلو ښاغلي حسين کوثر غورياخيل وايل چې پښتو د ټولو ژبو مور او پښتون د همه قامونو پلار دې
او په خپلو دلايلو کې وايي چې د حضرت ادم ع په سرنديپ کې د پښتنو په خاوره پيدايښت او ورسره د ادم او حوا د نومونو ريښې د پښتو دي کومه چې دا خبره په ګوته کوي چې پښتانۀ د ټولو قامونو پلار او پښتو د ټولو ژبو مور ده
خو اے زما پښتنو رونړو زه دراني له تاسو يو سوال کوم او هغه دا چې يوه ژبه بې له چا د سرپرستۍ په سر تور سر لوڅې پښو او نهره خيټه دنړې د اتۀ زره نورو ژبو سره په منډا کې څلويښتم نمبر راځي نو که د دغه ژبې په حکومتي سطح سرپرستي اوشي نو ايا دا ژبه به د نړۍ په لومړو درې ژبو کې شامله نه شي
زما رونړو عبراني چې د يهودو ژبه وه او مقدس تورات هم په عبرانې ژبه کې وو ولې يو وخت داسې راغلو چې نه تورات په عبراني ژبه چاپ کيدو او نه يهود د عبرانۍ په تورو پوهيدل ولې کله چې ورته يهودو په حکومتي سطح پام لرنه اوکړه نو نه يواځې دا چې عبرني يې د ليک لوست جوګه کړه بلکې سرکاري دفتري او نصابي ژبه يې هم کړه
دلته خو به انسان په دا خبره ځان تسلي کي چې اے دراني عبراني خو د يهودو هغه ژبه ده چې اسماني مقدس کتاب تورات په کې نازل شوې وو يهودو هيره کړې وه او چې راياده شوه ورته نو دوباره يې ژوندې کړه
ولې ياده دې وي چې د اعظيم مغل سلطنت دوران کې سيکهان راپاسيدل او د هندوانو نه يې د منفراديت په خاطر د پنجابۍ په جدا رسم الخط کې يوه نوې ژبه د خپل سردار
سردار ګورمک سينګ په نوم د ګورمکې په نوم جوړه کړه او په لږ وخت کې نه يواځې دا چې دغه ژبه د ليک لوست جوګه کړه بلکې نور قامونه يې هم په دې مجبور کړل چې ګورمکې زده کړي
په نورلس سوه اووۀ اويا کې د هندوستان پارليمنټ په اکثريت سره دا فرارداد منظور کړو چې په حکومتي سطح دې په نيک نيتې او احلاص کوشش وشي چې هندې له په نړيوالو ژبو کې دويم نمبر ورکړې شي
ولې مونږ د خپلې مورنۍ ژبې لپاره څۀ اوکړل نن د مورنو ژبو نړيواله ورځ وه زه هم په يو سيمنار کې مشر ميلمه ووم لکه د نور کله نن هم اوږدې اوږدې مقالې او خواږۀ تراۀ شعرونه او وايلې شو نن بيا د دراني ذندا باد نعرې پورته شوې
نن بيا دراني سره قام وعده اوکړه چې له نن نه روستو به مونږ د خپلې مورنې ژبې له پرمختګ په خاطر په احلاص منډا کوۀ
خو زۀ نن يو ځل بيا وايم چې
دا خو يو کال دې که زر کاله دراني تيرشي
ګومان مې نه شي که پښتون په نړۍ کور جوړ کي
شبيرخان دراني
نيټه 21 فروري 2016 ..



Comments

Popular posts from this blog

What is the function of a human tongue?

State of Human Rights in 2014-Pakistan

(سواره) پښتون نن هم د سوارې په شکل کې خپلې لونړه خوييندې ژوندۍ ښخوي