(د قنديل په مرګي چې څومره خفګان وشي کم دې)


(د قنديل په مرګي چې څومره خفګان وشي کم دې)
نن زرداره يو ځل بيا غريب اولس ته دا پيغام ورکړو چې غريب کله هم د زردار د بې غزتۍ سوب جوړېږي نو په مځکه د ژوند تيرلو حق به نۀ لري
قنديل څۀ جرم کړي وو دوه څلور د مستې خبرې ؟
هغه هم د ځوانۍ په نشه کې
د غريب لور خور که ګډا شي په کور کې د خپل رور په وادۀ ډمه شي پيغور شي
د زردار هغه که ګډا شي په کلب کې دا ګډا د هغې فن شي ثقافت شي
د پخواني ګورنر پنجاب غلام مصطفه کهر چې ځان ته شير پنجاب وايي ښځه تهمينه کهر چې نن سبا تهمينه شهباز شريف ده په خپل حود نوش کې ليکي چې زۀ کله د غلام مصطفه ښځه ووم او هغه د پنجاب ګورنر وو نو د زما کوچنۍ حور چې هغه وخت يې په سکول کې سبق ويلو زما خاوند به ماته د شپې په پټه د نشې ګولې راکړې او زما د خور سره به يې هم بستري کوله ولې د زردار لور ده اول يې د پنجاب ګورنر خاوند وو او نن پرون د پنجاب وزيراغله
ستاسو به ياد وي عندليف چې د ټيلي ويژن ډرامو کې يې کار کولو لس کلونه مخکښې ورته يو عاشق خنيف ګهمن په مخ تيزاب اوچولې دي نن پرون په ډرامو کې نه راځي د جنرال يخيه خان ناجايزه لور ده پرون يې هم مور مسز اغا دا خبره کوله او نن هم د ډي اين اے لار شته
پخوانې وزيراعطم يوسف رضا ګيلاني په کنيزډ کالج يو پروګرام کې له شرکت ورستو د دريارلسم کلاس کوچنې ته وايي چې نوم يې بيګم رمضان دې چې ما ستا تقرير واوريدو ته د ډيرو صلاحيتونو خاونده يې راځا او په قومي اسمبلۍ سيکتريټ کې نوکره شه په ۱۷ ګريډ کې 
کوچنۍ وايي سر جي ما بي اے نه ده کړې 
سر ورته ويل پروا نۀ لري 
کوچنۍ ورته وايي سر زما لس ورځې ورستو وادۀ دې 
سر ورته وايي پروا نۀ لري هم په هغه ورځ ګيلاني نۀ يواځې ده چې هغه کوچنۍ په ۱۷ ګريډ کې بهرتي کوي بلکې هم په هغه ورځ ورته څلور کلونه چټي هم ورکوي او له هغه ورستو ريګور ايم اے انګلش کوي
ولې تاسو د سلمان تاثير او د هغه د زوي اتش او ښځې تالين سنګ نا واقيف يې
تاسو ته چا د ملکه ترنم نورجهان او ايوب خان قيصه نه ده کړي
غزاله جاويد ستاسو په خيال په ريښتيا خپل سابقه خاوند جهانګير وژلې وه
ستاسو ته دا پته شته چې د پيرپګاره زوي خپله ښځه ځکه طلاقه کړې وه چې پير صيب په ورسره هم بستري کوله
د شيخ رشيد او ريما قيصې له تاسو هيرې شوې
قنديل مسته وه دې کې هس شک نشته خو د سزا او جزا اختيار الله ج په خپل لاس کې ساتلې دې 
مفتي قوي سره چې نن څو سيلفۍ چې د قنديل د مرګ سوب جوړيږي نو هم دې قنديل خو پرون اعلان کړې وو چې که پاکستان د هند ميچ وګټو نو زۀ به ټولې نړۍ ته بربنډ ډانس کوم
بيګا قنديل اووژلې شوه 
چا اووژله 
خپل رور
څوک دا دعواداري کوي د قنديل پلار
ښه د قنديل پلار او رور هم وو
چې قنديل خپل رور وژله نو پلار ورسره مزاخمت ولې وو نه کړو
چغې به يې جوړي کړي کۀ کمزورې وو
محله به يې ورباندې راغونډه کړې وه
چرته داسې خو نۀ ده چې پلار دعواګير شو مياشت دوه پس به له زوي سره روغه اوکړي قنديل د منونو خاورو لاندې شوه او هغوي دواړه به د مزو ژوند کوي
اصل خبره ده هم نۀ ده مامله جدا ده 
ما چې څۀ رنګ مخکښې ذکر کړې چې قنديل مسته وه د مفتي قوي سره يې د خپل شهرت په خاطر مستي اوکړه 
د مفتي قوي قنديل ته تګ هم څۀ ناشونې کار نۀ وو زۀ خو چې کله وينم ډاکټر طارق جميل د چا زردار لور يا ښځې څخه ناست وي
خبره داسې اوشوه چې د مفتي نقوي او قنديل ملاقات هغه رازونه څرګند کړل له کومو چې قنديل خپله هم خبر نۀ وه 
۱، قنديل د بازار حسن پيداوار دې
۲۔ قنديل بلوچ نه پنجابۍ ده
۳۔ قنديل لکه چې څۀ رنګ ما پورته بيان کړې دغه رنګ د چا زردار ناجاير لور ده
اوس قنديل ته که کله هم دا پته لګيدلې وه چې زۀ د پلاني زردار ناجايز اولاد يم نو قنديل او خاموش پاتې کيدل دوه متضاد خبرې وې
او کله چې د زردارو غزت په خطره کې شي نو د قنديل په رنګ خلک ورته وژل د ماشو ميږو وژل دي
قنديل خو د مينځه لاړه خپلې بې وقوفې يوړه
خو زۀ د بشيري حقونو عالمبردارو ته خواست کوم چې د قنديل د هغې د پلار او رور ډي اين اے دې وکړي په دا خاطر چې دا څوک د پلار په هيس دعوا کوي هم دا د قنديل پلار دي
د قنديل د وژنې دې غيرجانبدارانه پلټنې وشي
او هغه تور مخې زردار دې په ډاګه کي څوک چې د پيسو په زور ناجايز اولاد پيدا کوي او چې کله يې دغه اولاد خپل غزت ته خطره جوړيږي نو په فرضي پلار يا رور يې وژني
شبيردراني ۱۶ جون ۲۰۱۶

Comments

Popular posts from this blog

What is the function of a human tongue?

State of Human Rights in 2014-Pakistan

(سواره) پښتون نن هم د سوارې په شکل کې خپلې لونړه خوييندې ژوندۍ ښخوي