د شمع سينما فحش فلمونه او د چرسو ډک سيګرټونه





د قبائلي علاقې سره تړلى د پېښور ښار شمع سينما چې د تېرو دېرشو کالو نه پکې پورن (فحش) او هوس راولاړونکي فلمونه ښودل کېږي، د دې سينما فلم کتونکي دومره وېرېږي چې د نزدې مارکيټونو يا سټېشن پورې پټ مخ ځي چې څوک يې ونه پېژني. د دې سينما په وړه کوټه کې هره ورځ د فحش فلمونه درې ځل ښودل کېږي او په مرکزي هال کې د مېن سټريم فلمونه ښودل کېږي او د سينما نه بهر تشهيري بورډونه هم د هم دغه فلمونو لګېدلي وي.

په دې سينما کې د فحش فلمونو ټکټ دوه سوه روپۍ دى، يو وسله وال ساتونکى د خلکو تالاشي اخلي او هغه دې وړې کوټې ته بوځي، د دې هال نما کوټې د چمړې تقريباً په شل لائنو کې چوکۍ لګېدلي دي، په کومو چې هر يو کس د بل کس نه لږ کرې کښېناستل خوښوي، د نيوز اېجنسۍ اې اېف پي په مطابق د فحش فلمونو کتونکي زياتره مزدوران، بې روزګاره ځوانان او طالبعلمان دي.

سيکس خرڅېږي نن په دې سينما کې “دوستانه” نومې فلم ښودل کېږي، د سيمي پروفيشنلز د بېنر لاندې جوړ شوى دا فلم د پاکستان په ښار لاهور کې جوړ شوى دى. د دې مينې (سيکسي) فلم د هيرو نوم شاه سوار دى، هغه ته دا فېصله کول دي چې هغه د خپلې ماشوقې ګلپاڼې سره واده وکړي که د خپلې ترلې دعا سره، د کومې رشته چې د ده مور او پلار ده له غوښتې ده. شاه سوار د دې مشکل د حل کولو دپاره د خپلې کېدونکې ناوې د “ټېسټ” کولو فېصله وکړه او دا دوه ساعتونو فلم د دې زياتره فحش سينونه د همدې “ټېسټ” نه تاوېږي، د فلم د ختمېدو نه مخکې د يوې کوټې نه چې پکې تورتم وي څه مشکوک اوازونه هم اورېدل کېږي چې “سيکس خرڅېږي”.

شمع سينما د پېښور په کاميابو سينماګانو کې يوه ده او شايد چې د دې د کاميابۍ راز هم همدا فارموله ده. شل کاله مخکې په پېښور کې شل سينما هالونه وو او اوس صرف اووه پاتې دي، دې کې هم درې کله کله د مېن سټريم فلمونو سره سره د فحش فلمونو کلپس هم ښايي، شمع سينما په داسې فلمونو ښودلو کې مشهوره ده او د يو فحش فلم ټکټ هم په عامه توګه د نورو فلمونو د بيه نه په درې دومره اوچتې بيې باندې خرڅول کېږي.

مقامي سيکسي فلمونه د دې فلم د کاميابۍ يو راز دا هم دى چې په مقامي سطح باندې جوړ شوي سيکسي فلمونه ښودل کېږي ځکه چې داسې په مقامي سطح جوړ شوي فلمونه په ډي وي ډي يا انټرنېټ باندې نه ملاوېږي او ډېر په ګرانه ملاوېږي. ذ “دوستانه” کتو دپاره په دوېم ځل راغلي دېرش کلن خالق خان ويل چې “زه په دوېم ځل د دې فلم کتو له راغلى يم، د نورو ډېرو سړو په څېر زه هم د انګرېزي فحش فلمونو په ځاى پاکستاني فحش فلمونه کتل خوښوم”، د دې فلم خپله ژبه پنجابي ده خو دا يې په پښتو کې ډب کړى دى.

طاقتور مالکان شمع سينما د پاکستان په ښکته طبقې کې د سيکس او عريانيت په معامله کې اولسي رويه هم مخې ته کوي، د پاکستان يوې طاقتورې مذهبي او سياسي ګوند جماعت اسلامي د دې سينما کورونو د بندولو مطالبه کړې ده خو د سينما مالکان هم طاقتور دي، د بلور کورنۍ نه صرف چې طاقتور ده بلکې د پښتنو د نېشنلسټ ګوند (اې اېن پي) ستن تصور کېږي، په تېرو لسو کالو کې د جماعت اسلامي طالب علمانو په شمع سينما دوه ځله حمله کړې ده خو د دې په مقبوليت کې څه کمى نه دى راغلى، په کال ٢٠١٢ء کې دې سينما ته اور اچول شوى وو خو صرف يو مياشت پس د لوى اختر په ورځ دا سينما هال يو ځل بيا له خلکو ډک وو.

واپس راځو د “دوستانه” فلم په لور، چرته چې په غم او د شرابو په نشه کې ورک شاه سوار تر اوسه پورې دا فېصله نه شي کولى چې د دې دپاره کومه جينۍ ښه ده، د فلم اختتام رارسېدلى دى او هغه هم د دې ګرانې فېصلې په حل کولو کې کامياب شوى دى، هغه د دواړو سره د واده کولو فېصله کړې ده.
 — 

leekoonky
M. Imran ashna
03339462448

Comments

Popular posts from this blog

What is the function of a human tongue?

State of Human Rights in 2014-Pakistan

(سواره) پښتون نن هم د سوارې په شکل کې خپلې لونړه خوييندې ژوندۍ ښخوي