Friday, 11 March 2016

(يوم بابړه 12 اګست 1948- شبيرخان دوراني

(يوم بابړه 12 اګست 1948)
يو خوا ته توپې مشينونه
د پاکستان واړه فوځونه
بل خوا ته قام خالي لاسونه
مقابلې ته مې کتل خيرانيدمه
مرګيه مه راځه ړرځمه
په 12 اګست 1948 چې د خداداد پاکستان ړومبنې جشن اذادۍ ته پوره دوه ورځې پاتې وي نو پښتنو دې باچاخان بابا د ګرفتارۍ خلاف په بابړه کې د احتجاج فيصله اوکړه جلوس د فصيح باچا د ځايې نه د سالار امين جان خان په مشرۍ کې راروان شو چې کله خپل ټاکلي مقام د غازي ګل بابا جومات ته اورسيدو نو وزيراعلا قيوم خان چې اول د کانګرس ممبر وو په په دغه زمانه يې په کانګرس او باچاخان بابا ګولډ اينډ ګن کتاب هم ليکلې وو او په دغه کتاب کې يې د کانګرس پښتون قام او باچاخان بآبآ ډير صفتونه کړې وو ولې کله جې مسلم ليګ ته لاړو نو په دغه خپل کتاب يې پابندي اولګوله دا ځان له د تاريخ پو نوې خبره ده چې يو انسان په خپله په خپل کتاب پابندي اولګوي
جلوس چې کله د غازي ګل بابا جومات ته اورسيدو نو قيوم خان د شوټ حکم اوکو
سرې جامې راکړه ښکلې مورې
سر راله غوړ کا سترګې تورې
نوم د پښتون دې په ما پورې
په پښتانه خاوره خپل سر قربانه وومه
مرګيه مه راځه درځمه
بيا څه وو د وينو يو سور سيلاب وو د چا لاس کې چې به سره جهنډا وه نو هغه ته به خدايي حدمتګارو سپين ملنګ ويل چې سپين ملنګ به اولګدو نو چغه به يې پورته کړه چې ملنګ مو پروت هله چې جهنډا ښکته نه شي په دغه موقعه ګوهرتاج چې تاسو يې په تاجو بي بي پيژنۍ او دې تاجو بي بي خور خسن افروزه بي بي هم د هشتنغر د نورو ښځو سره د جنګ په ميدان کې ولاړې وې او شهيدانو ته به يې خپلې لوپټې شولولې او زنې به يې ورته تړلې زخميان پوليس د بابړې په سيند لاهو کړل چې شمير يې په زرګونو وو جې تراوسه يې دې خاندان د خلکو لاشونو پسې سترګې سپينې شولې کوم ښځې او نر شهيدان چې په دغه موقعه خاورو ته اوسپارلې شو دې هغوي شمير 600 وو
تاجوبي بي خو په ځوانه ځوانۍ کې 19 فرورۍ 1949 کې د اسفنديار ولي خان په زيږون کې وفات شوې وه ولې د تاجوبي بي خور خسن افروزه تر 2006 حيات وه هغې به ويل چې کوم زلمي چې پوليس ژوندي ګرفتار کړو نو بربنډ يې کړو او په مخونو يې ورته خټې پورې کړې او په دغه خالت کې به يې هر زلمې خپل خپل کور ته ور دننه کوۀ چې خپله مور خور يې په دا خالت کې اوويني
د بابړې يو زلمې چې يې کله په دا خالت کې خپل کور ته دننه کړو او دې پوليس افسر چغه کړه چې بهر را اوځۍ دا او وپنۍ نو د دغه زلمي مور بي بي د کوټې رابهر شوه او دې پوليس افسر ته يې ويل دا خو دې غلط کور ته را دننه کړو هغه ورته ويل ولې دا ستا زوې نه دې موربي بي ورته ويل ولې نه ځکه خو درته وايم چې غلط کور ته دې را وستو تور مخيه دا کومه کونه چې ته ماته ښودل غواړې دا خو ما تر پرون په خپلو لاسو وينځلې ده ما د پاره نوې خبره نه ده دې خپل کور ته بوځه ستا مور خور ته به ناشونې وي هغوي به ورته خوشحاله هم شي او خندا به ورسې هم اوکي
خسن افروزه بي بي چې کله وفات شوه او ما اخبار ته بيان جاري کوۀ نو ليکلې مې وو چې د سانخه بابړه سرفروشه وه
نن سبا به ټولې ورځ پانړې دې بابړې دې فرضي او غرضي داستانونو ډکې وي ولې زه د خپل ليک لفظ په لفظ ذمه دار يم
ياده دې وي قپوم خان ظالم انسان وو کله چې هغه په خپل کتاب ګولډ اينډ ګن پابندي اولګوله نو حکم يې جاري کړو چې که د چا په دوکان کور يا ذاتي کتابون کې زما کتاب ښکاره شو نو سزا يې مرګ ده او له دغه ويرې خلکو دې فيوم خان کتاب ضايعه کو خير څو کلونه مخکې دوکتر ياسين د انګلستان په يوه لايبرير کې دغه کتاب پيدا کو او دې هغوي په برکت زما سره موجود دې
شبيرخان دوراني

No comments:

Post a Comment