(سواره) پښتون نن هم د سوارې په شکل کې خپلې لونړه خوييندې ژوندۍ ښخوي


پښتون هم عجيبه قام دې يو اړخ ته بې له ځۀ تخقيقاتو او معلومات د غيرت په نوم خپله خورکۍ په داسې مرګ اووژني چې انسانيت ترې امان غواړي او دغه يوه جزباتي لخظه په خپله خپل ځان ته تر صدو پيغور کي 
حالانکې اسلام هغه دين او قران پاک هغه واحد کتاب دې چې د ښځې او نر حقونه يې برابر ويش کړې دي 
او څۀ رنګ چې مونږ خپل دنياوي کتابونه د يو سرخط لاندې ليک کوۀ الله ج هم خپل کتاب ته کوم چې زمونږ د ايمان لازمي حصه ده انسانيت سرخط ورکړې 
ياده دي وي مسلماني نا انسانيت 
او انسانيت سرخط الله ج هم له دې وجې ورکړې چې له دې مقدس کتاب نه کوم چې د تيرو روانو او راروانو ستونزو او کشالو حل لري هغه انسانان هم فايده پورته کړي کوم بدبخت چې په دا ريښتونې کتاب ايمان نه لري
خو ?
زۀ که دلته دا خبره ليک کړم چې پښتون هغه بد نصيبه قام دې چې د قران پاک هم هغه حصه مني کومه چې له پښتون غيرت سره سمون خوري نو غلطه به نه وي 
او هغه داسې که يو زوې ماسخوتن د انغري په غاړه خپلې مورکۍ ته په غوږ کې اوايي چې مورکۍ زما د مامدي کاکا لور خوښه ده 
چې پلار بابا يې کور ته راشي نو مورکۍ يې ورته په خوشحالۍ سره وايي د اسلم خان پلاره اسلم خان راته نن ويلې دي چې زما خو د مامدي کاکا لور خوښه ده ?
د اسلم خان پلار بابا ورته مسکې شي او جوابي ورته وايي لکه چې اسلم خان زلمې شو ?
ښه ده سبا ته چې زۀ د کار نه واپس راځم نو د ځان سره به لږ خواږۀ راواخلم او مامدي کره به ور شو
ولې که هم دا خبره لورکۍ د خپلې مور بې بې په غوږ کې اوکړي نو اول خو يې مور بې بې ښه اوسکونډي
بدې ردې ورته اوايي او روستو ورته يوه جولۍ نصيحت اوکړي چې په خله لاس کيږده که له دې خبرې دې رور يا پلار بابا خبر شو نو بې اجلا به دې مړه کړي ?
او هم هغه غېرتي رور چې پرون يې د مامدي کاکا لور پسې خپله مورکۍ ليږلې وه ?
چې د خپلې خورکۍ له دې جايز خبرې خبر شي نو توپک راواخلي اول خپلې بې ګناه او بې قصوره خورکۍ ته سر وران کړي 
او بيا د مامدي کاکا زوي پسې کور ته ورشي نه خبر نه اتر او د مرګ په خوب يې اودۀ کړي 
دا دوه مرګونه په څۀ اوشي ?
په يوه جايزه خبره ?
دا هم هغه خبره نه ده چې پرون هم په دې کور کې رور کړې وه ?
رور اوکړه نو سره ډولۍ ورته راغله ?
او چې خور اوکړه نو په ګولو سورۍ سورۍ ګور له لاړه
دغه وخت پښتون بدبخته دا سوچ هم نه کوي چې که زما دې وفادارې خورکۍ زما د حيا او غزت او د دين اسلام د زرين اصولو خيال نۀ ساتو نو يا خو به يې د مامدي کاکا له زوي سره پټ تعلق ساتو او يا به يې پړونې په سر کړې وو او ورسره به تلې وه ?
او کوم حق چې دې ته دين اسلام او د هيواد ايين او قانون ورکړې دې هغه به يې استعمال کړې وو ?
هم دغه کار د لونړو خوييندو سره د جاييداد په جايز حق کې هم کيږي ډير صاحب جاييداد کارخاندار او جاګيردار هم په دې وجه خپلې خوييندې لونړه په کور د وادۀ په ارمان زړې کړي او خاورو ته يې اوسپاري
چې له دې وادۀ سره خو به د دين اسلام قران شرعتي محمدي او هيواد له ايين او قانون لاندې زما د کارخانې يا جاګير نه د دې لورکۍ يا خورکۍ حصه هم ځي 
ولې کله چې پنځوس کلونه پس هم دغه غيرتي پښتون د خپل نيکۀ بآبآ د قتل بدله واخلي او د قانون په ګرفت کې راشي او د پهانسۍ حکم ورباندې وشي 
نو هم هغه غيرتي رور چې پرون يې خپله مشره خور د مامدي کاکا د زوي سره د جايزې نکاه په خواهيش قتل کړې وي خپلې کشرې خور ته وايي چې لاړه شه او ګل مرجان سره سمبله چې زما سره راضي نامه اوکړي او زۀ له پهانسۍ بچ شم 
افرين شه او په داسې غيرتي پښتون شه 
له دښمن کره خو څوک خپل ساتلې سپې هم نه پريږدي چې په سترګو به يې بد لګي
ځکه چې دا زما ساتلې سپې دې او ما دوي له رور پلار يا زوې وژلې دې 
ولې پښتون ورته خپله ماشوما خور ډالۍ کي ?
ولي دا قتل دۀ له دغه سوارې خور لپاره کړې وو ?
خور ورته ويلې وو چې ګل مرجان پنځوس کلونه وړاندې زمونږ نيکۀ بآبآ قتل کړې وو تۀ يې بدله واخله ?
ستاسو د سوارې له ژوند خبر يې ?
نوکر غلام او بندي هم د سوارې له ژوند امان غواړي
سواره په ژوندون مرګ دې بلکې مرګ خو يو وخت وي سواره خو په څليريشت ګينې کې څليريشت زره ځله مري
ايا د پښتون غيرت له هغې وخت پورې ژوندې وي تر څو چې له دۀ سر ته خير ?
پښتو پښتون ته دا ښودنه کوي چې خور په مال جاييداد کې حصه داره مه کنړه ?
په جايزه نکاه ورته سر ورانه وه ?
خو چې په خپل سر دې شي نو بيا يې سواره کې ورکوه ?
عرب خو د جهل له تيرو رابهر شو
ولې پښتون نن هم د سوارې په شکل کې خپلې لونړه خوييندې ژوندۍ ښخوي



Comments

Popular posts from this blog

What is the function of a human tongue?

State of Human Rights in 2014-Pakistan