Posts

Showing posts from January, 2014
Image
د شمع سينما فحش فلمونه او د چرسو ډک سيګرټونه د قبائلي علاقې سره تړلى د پېښور ښار شمع سينما چې د تېرو دېرشو کالو نه پکې پورن (فحش) او هوس راولاړونکي فلمونه ښودل کېږي، د دې سينما فلم کتونکي دومره وېرېږي چې د نزدې مارکيټونو يا سټېشن پورې پټ مخ ځي چې څوک يې ونه پېژني. د دې سينما په وړه کوټه کې هره ورځ د فحش فلمونه درې ځل ښودل کېږي او په مرکزي هال کې د مېن سټريم فلمونه ښودل کېږي او د سينما نه بهر تشهيري بورډونه هم د هم دغه فلمونو لګېدلي وي. په دې سينما کې د فحش فلمونو ټکټ دوه سوه روپۍ دى، يو وسله وال ساتونکى د خلکو تالاشي اخلي او هغه دې وړې کوټې ته بوځي، د دې هال نما کوټې د چمړې تقريباً په شل لائنو کې چوکۍ لګېدلي دي، په کومو چې هر يو کس د بل کس نه لږ کرې کښېناستل خوښوي، د نيوز اېجنسۍ اې اېف پي په مطابق د فحش فلمونو کتونکي زياتره مزدوران، بې روزګاره ځوانان او طالبعلمان دي. سيکس خرڅېږي نن په دې سينما کې “دوستانه” نومې فلم ښودل کېږي، د سيمي پروفيشنلز د بېنر لاندې جوړ شوى دا فلم د پاکستان په ښار لاهور کې جوړ شوى دى. د دې مينې (سيکسي) فلم د هيرو نوم شاه سوار دى، هغه ته دا فېصله کول دي چې