(پاک چايينه اقتصادي راهداري)

(پاک چايينه اقتصادي راهداري)
او که
(پنجاب چايينه اقتصادي راهداري)
د ستر په دهايي کې کله چې روس په يو ايس ايس ار نوميدو نو د لر او بر پښتنو ته يې يو سيټل ملز ډالۍ کړې وو چې دا ملز په د لرې او برې پښتون خوا ترمينځ په دغه ځايې جوړيږي چرته چې نن پرون کارخانو مارکيټ اباد دې
په دا سټيل ملز کې به په دريو شفټونو کې اتۀ زره پښتانۀ روزګار لري د دې به پښتنو ته دوه فايدې وي يو خو به پښتانۀ په روزګار شي او دې نشو تماشو او ذاتي دښمنو نه به حلاص شي او دويمه دا چې د نورو هيوادونو په روزګار پسې د مسافرۍ به هم اذاد شي او ماښام به په خپل کور کې د خپلې مورکۍ د لاس ګرمه نمړۍ خوري او دې ټولو غټ مقصد يې ده وو چې د لر او بر پښتنو تړون او پيوستون به نور هم مضبوط شي
ولې د هغه وخت حکمران ذوالفقارعلي بټو د پښتانو د خلې نمړۍ خپل کور ته خپلو بچو ته يوړه
په دغه حرکت ريس سردار داود ډير احتجاج وکو ولې ناکام شو
باچاخان بآبآ او صمدخان بآبآ.چې د خپل حق غوستنه اوکړه نو په دواړو د غدارۍ تورونه اولګيدل او په جيل بندي شو
نن پرون چايينه لګيا ده او په ګردې نړۍ د خپلې تانيدارۍ قايمولو په خاطر د ګوادر نه تر چين اقتصادي راهداري منصوبه شروع کوي 
دا منصوبه که چرې په نيک نيتۍ جوړه شوه نو نه يواځې دا چې د پاکستان هندوستان ايران او افغانستان تقدير به بدل کي بلکې منځنۍ ايسيا به د تجارت غټ سنټر جوړ شي او د خلکو نه به د بنکاک سينګاپور او دوبۍ عالمي منډۍ هيرې کړي
که دې منصوبې پورې يو طرف ته زر دارو خپل دا اميدونه تړلې دي چې زمونږ مالونه جاييدادونه کارخانې او جاګيرونه به يو په څلور شي
نو بل اړخ ته د پښتنو خواخوږي دا سوچ کوي چې د پښتنو په زمکه د تيرو دوه کم څلويښتو کلونو نه دا کوم پردې جنګ شروع دې او تر دې دمه په کې درې ديريش لاکها 3300000 بې ګناه پښتانۀ شهيدان شو کيدې شي عالمي طاقتونه د خپلو مفاداتو په خاطر دا جنګ ختم کي او زمونږ په دا مورنۍ خاوره يو ځل بيا د امن فريښتې کيني
او دا سوچ يې په ځايې هم دې 
روزګار خلک ښغلته کوي چرته چې امن وي 
او امن ښغلته وي چرته چې د عام اولس سره نا انصافي نه کيږي
او ناانصافي هله نه کيږي کله چې قانون د هيواد عام وګړي او خان نواب سردار چوهدري او زردار ته په يو نظر ګوري
لنډا دا چې څۀ رنګ زردارو په دې منصوبې پسې خپله ګټه تړلې ده
هم دغه رنګ ورپسې مونږ امن پيوست کړې دې 
خو ?????
امن خو به عالمي طاقتونه په هغه ځايونو کې راولي د چرته نه چې دا سړک روډ يا اقتصادي منصوبه تيريږي ولې پنجابې کله غواړي چې پښتانۀ دې په امن شي 
زما د بچو غوښې خو د پنجابي د بچو خوراک دې 
زما زلمي خو د پنجابي د کارخانو او فيکټرو مزدوران دې 
زما د تورسرو او ملاماتو مشرانو بوډاګانو هډوکي خو د پنجابي د کارخانو خام مال دې
هغه هيس کله هم دا نه غواړي چې پښتون دې په سکون او امن شي
هم دغه وجه ده چې پنجابې د جنوبي پنجاب نه نيغ په نيغه دا سړک هټيا ته راولي د هټيا نه کوهستان بيا ګلګت او بيا چين 
هټيا د هزارې هغه مقام دې چرته چې نوازشريف دوه مياشتې مخکې د موټر ويې افتتاخ کړې وه کومه چې د اسلام اباد تر هټيا ده او دغه موټر ويې هم د دې اقتصادي راهدارۍ يو پټه کړۍ وه
که چرې دا سړک په نيک نيتۍ جوړيږي او په ريښتيا په لر او بر کې امن خوشحالي راوستل غواړي نو د دې منصوبې صحيح روډ دا دې کوم چې به په لره او بره پښتون خوا کې د امن او خوشحالۍ زيرې اوګرځي
دا روډ چې کله د پاک افغان سر حط سره راتير شي نو معمولې حصه به د جنوبې وزيرستان اواخي او بيا به په جنوبي پنجاب کې داخل شي د پنجاب روستو به ډيره اسماعيل خان بيا کرک بيا بنو بيا کوهاټ بيا صوابۍ بيا هزاره ورپسې کوهستان بيا ګلګت او بيا چايينه يا چين
دا روډ که په دا تورتنۍ ليک علاقو راتير شي نو پاک چايينه افتصادي راهداري ده
او که نا د جنوبي پنجاب نه نيغ په نيغه هټيا ته راځي نو بيا پنجاب چايينه اقتصادي راهداري ده
کومه چې مونږ پښتنو ته په يو قيمت هم منظوره نه ده



Comments

Popular posts from this blog

What is the function of a human tongue?

State of Human Rights in 2014-Pakistan

(سواره) پښتون نن هم د سوارې په شکل کې خپلې لونړه خوييندې ژوندۍ ښخوي