پښتون هم عجيبه قام دې يو اړخ ته بې له ځۀ تخقيقاتو او معلومات د غيرت په نوم خپله خورکۍ په داسې مرګ اووژني چې انسانيت ترې امان غواړي او دغه يوه جزباتي لخظه په خپله خپل ځان ته تر صدو پيغور کي حالانکې اسلام هغه دين او قران پاک هغه واحد کتاب دې چې د ښځې او نر حقونه يې برابر ويش کړې دي او څۀ رنګ چې مونږ خپل دنياوي کتابونه د يو سرخط لاندې ليک کوۀ الله ج هم خپل کتاب ته کوم چې زمونږ د ايمان لازمي حصه ده انسانيت سرخط ورکړې ياده دي وي مسلماني نا انسانيت او انسانيت سرخط الله ج هم له دې وجې ورکړې چې له دې مقدس کتاب نه کوم چې د تيرو روانو او راروانو ستونزو او کشالو حل لري هغه انسانان هم فايده پورته کړي کوم بدبخت چې په دا ريښتونې کتاب ايمان نه لري خو ? زۀ که دلته دا خبره ليک کړم چې پښتون هغه بد نصيبه قام دې چې د قران پاک هم هغه حصه مني کومه چې له پښتون غيرت سره سمون خوري نو غلطه به نه وي او هغه داسې که يو زوې ماسخوتن د انغري په غاړه خپلې مورکۍ ته په غوږ کې اوايي چې مورکۍ زما د مامدي کاکا لور خوښه ده چې پلار بابا يې کور ته راشي نو مورکۍ يې ورته په خوشحالۍ سره وايي د...